د دې مرکز له لارې د
ځوانو افغانو ښځو ځواکمنول
چې بېساري امکانات او بدلونونه ولري

د دی د افغانستان په اړه

د تامپسن رویټرز فاونډېشن د سروې په اساس افغانستان د ښځې د زېږون لپاره د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه ګڼل شوی دی. د ګلوبل رایټس د رپوټ له مخې نیژدې 90 فیصده ښځې پکې له فزیکي او رواني ځور سره مخ کېږي او لکه په نورو جګړه ځپلو ټولنو کې دلته هم ښځې په نامناسبت ډول رنځول کېږي. سره له دې چې افغان حکومت او نړیوالې مرستندویې ادارې له 2001م کال راهیسې هڅه کوي چې نجونه تعلیم وکړي، خو د یوې اندازې له مخې اوس هم په درو کې دوې برخې افغانې نجونه ښوونځی نه وایي، 87 فیصده افغانې ښځې بې تعلیمه دي، له 70 تر 80 فیصده پورې ښځې جبري ودونو ته اړ ایستل کېږي او ډېرې تر شپاړس کلنۍ مخکې په کم عمرۍ کې ودېږي. له 2014م کال را وروسته حکومتي شمېرې ښیي چې په هېواد کې 80 فیصده ځانوژنې ښځې کوي، له دې کبله افغانستان په نړۍ کې په څو هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې د ښځو د ځانوژنې کچه پکې لوړه ده. د افغانستان ډیموکراسي لا ځوانه او اتلس کلنه ده، د ډیموکراسۍ په دې ګړندۍ وده او نرواکه ټولنه کې ځوانې ښځې د کار ډېره کمه تجربه لري، د نارینه وو په واکمنه ټولنه کې له کار او کلتوري حساسیت سره ښځې په کاري ځواک کې تخنیکي ملاتړ نه لري. "هر [د هغې] افغانستان" یوه غیر انتفاعي اداره ده چې د ځوانو افغانو مېرمنو د پرمختګ لپاره ځانګړې شوې ده. دا د مسلکي کسانو لپاره یو نړیوال آنلاین مرکز دی چې د امنیت، امن، بهرنۍ پالیسۍ او ټیکالوجي په برخه کې د افغانو مېرمنو مرسته او ملاتړ کوي. د "هر [د هغې] افغانستان" برخوال د ولسي او شخصي څانګو مسلکي خلک دي، دا اداره د مسلکي خلکو یو داسې مرکز دی چې د بېلابېلو غونډو، درسونو او تعلیم له لارې له ځوانو افغانو مېرمنو سره وویني او مرسته ورسره وکړي او بالاخره یو داسې نیټورک په میراث پرېږدي چې نورې افغانې ښځې یې پر مخ بوځي او ګټه ځنې واخلي.

د هغې هدفونه

• د اړیکو، وسایلو او امکاناتو یو مرکز ورته برابرول.

• د افغانو ښځو مفکوره او ذهنیت بدلول.

• د ښځو یوه داسې لاره جوړول په افغانستان کې د رهبرۍ ځایونه ډک کړي.

• دا روښانه کول چې د ښځو پرمختګ په مستقیم ډول د ټولو په سوکالۍ کې برخه لري.

• لوړپوړي حکومتي چارواکي، پوهاني او صنعت تر اغېز لاندې راوستل چې د ښځو کاري ځواک و پېژني.

• نجونه او ځوانې ښځې هڅول چې د خپل مقام د جوړولو لپاره د امنیت، سولې، بهرنۍ پالیسۍ او ټیکنالوجۍ برخې انتخاب کړي.

image

د هغې داستان

په افغانستان کې د برابرۍ او ازادۍ لپاره د ښځو مبارزه اکثر په ناسمه مانا ګڼل شوې او پېژندل شوې ده، ډېر اوس هم په دې باور دي چې ګواکې په هېواد کې د جنسي برابرۍ تحریک د نړیوالو ځواکونو په مرسته په 2001م کال کې پیل شوی دی، خو سره له دې چې افغانو ښځو له 2001م کال راهیسې په بېلابېلو برخو کې د کار د موقعو تر لاسه کولو له کبله بېساری پرمختګ کړی دی، موږ د خپلو حقونو لپاره د مبارزې اوږد تاریخ لرو.

ګوهرشاد بېګم نومیالۍ افغانه سیاستواله ده چې د تیموریانو د واکمنۍ (1370- 1507) په زمانه کې یې په پینځلسمه پېړۍ کې ژوند کاوه او پر یوه تېموري واکمن شاه رخ تیموري واده وه، خو هغه یوه داسې مېرمن وه چې په ټولنه کې یې د بدلون لپاره کار کاوه. برسېره پر دې چې هغه یوه ملکه وه، هغه یوه وزیره او د هنر او کلتور د ودې د چارو مشره هم وه. ګوهرشاد بېګم د مهري هېروي په ګډون له نورو شاعرانو او هنرمندانو سره مرسته کوله او فارسي ژبه او کلتور یې د تیموریانو په واکمنۍ کې مخې ته راوستل او د دې په مشرۍ د تېموري واکمنۍ پایتخت د کلتوري رینېسانس په مرکز بدل شو. د هغه مهال د معمارۍ او هنر نمونې د هرات او افغانستان د پېژندنې په توګه اوس هم پاته دي. ګوهرشاد بېګم د دې تر څنګ مذهبي ښوونځي، جوماتونه او خانقاوې هم جوړې کړې.

رابعه بلخي په نهمه پېړۍ کې د بلخ په شاهي کورنۍ کې زېږېدلې وه، داسې فکر کېږي هغه لومړنۍ مېرمن ده چې په نوې او موډرنه فارسي کې یې شعرونه لیکلي او هغه د فارسي له ډېرو مشهورو شاعرانو څخه ده. داسې اوازې هم دي چې یوه مشهور نارینه شاعر د حسد له کبله د هغې په وژنه کې نقش تر سره کړ. رایعه بلخي خپل ورور په دې تور وژلې وه چې هغه پر یوه غلام بکتاش میینه شوې وه ځکه چې په شاهي کورنۍ کې دا پدل یا دود ماتول یوه کږنه وه چې یوه نجلۍ دې طبقاتي جوړښت مات کړي او پر یوه غلام دې میینه شي. د خپل میین په اړه شاعري کولو په افغانستان کې له هغې د برابرۍ او عدالت لپاره مبارزه کوونکې جوړه کړه.

ملالۍ (یا ملاله) یوه بله افغانه اتله ده. یو څه واړه واقعیتونه د هغې په برخه کې مختلف دي، که څه هم دا ایوب خان وو چې د میوند د فاتح په نامه مشهور شو خو دا هم ویل کېږي چې په اصل کې دا ملالۍ وه چې هغه ورځ یې افغان سرتېري و ژغورل. ملالۍ د میوند جګړې پر څنډه د یو واړه کلي "خېګ" اوسېدونکې او د یوه شپانه لور وه. د دې پلار او نامزاد دواړو د 1880م کال د جولای پر 27مه د ایوب خان په لښکر کې له انګرېزانو سره جګړه وکړه، ویل کېږي په همدې ورځ د دې واده وو، خو د نورو ښځو غوندې ملالۍ هم د جګړې له ټپیانو سره مرسته کوله، هغوی ته یې اوبه او وسله ور رسول. بالاخره د جګړې په ډګر کې داسې حالت را ورسېد چې افغان پوځ خپل مورال له لاسه ورکاوه او ګومان کېده چې انګرېزان به بریالي شي، د دې حالت له لیدو سره ملالۍ مخ لوڅ کړ او چیغه یې وکړه
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

د هغې مرسته وکړئ

لیکچر

د سولې، امن، بهرنۍ پالیسۍ او ټیکنالوجۍ په برخه کې د افغانستان د ښځو د معلوماتو زیاتولو لپاره لږ تر لږه 15 منټه (دقیقې) ویډیو راته جوړه کړئ.

مجازي یا انټرنیټي استادي

سکایپ/فېسټایم یا مخامخ وخت/ کنفرانس لږ تر لږه له درو ښځینه ګډون کوونکو سره د سولې، امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او ټیکنالوجۍ په اړه لږ تر لږه 30 منټه خبرې.

موادو شریکول

هغه اسناد اپلوډ کړئ چې د سولې، امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او ټیکنالوجۍ په برخه کې اغېزمن ثابتېدای شي.

فرصتونو شریکول

فېلوشپ او سکالرشپ فرصتونه شریک کړئ





بحثونه سپانسر/ تقویه کړئ

: د افغانستان په اړه ستاسې په هېواد کې کنفرانس جوړ کړئ، هر [د هغې] افغانستان به د سولې، امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او ټیکنالوجۍ په برخه کې تاسې ته کاندیدان در وړاندیز کړي یا ستاسې په هېواد کې د افغانستان په اړه د ګردي مېز بحث ترتیب کړئ، هر [د هغې] افغانستان به په دې برخه کې کسان در وړاندیز کړي.

خپاره یې کړئ

د سولې، امن، بهرنۍ پالیسۍ او ټیکنالوجۍ په برخه کې د ځوانو افغانو ږغونو ملاتړ وکړئ.




هغې افغانستان بنسټ ایښودونکي

مریم وردګ

د افغانستان د چارو یوه څېړونکې او د جنسي برابرۍ وکیله ده

منزه شهید

خبریاله او لیکواله

هغې سره اړیکه

نظر راکړئ:
Your message has been sent. Thank you!
Your message has not been sent. please try again!